د اوبو او انرژي وزارت د پایداره انرژي رئیس په پکتیکا ولایت کې  د لمریزې برېښنا له دوو دستګاو څخه لیدنه وکړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۶:۵۶
1

د اوبو او انرژی وزارت  د پایداره  انرژي رئیس ښاغلي مؤمن بسمل او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې اړوند د لمریزې برېښنا له دوو دستګاوو څخه یې چې د ۱۶۵ کیلوواټه په وړتیا، او بل یې د ۴۵ کیلوواټه په وړتیا د پکتیا په زرمت ولسوالي کې د یوه  خصوصي شرکت پورې اړوند دي ، لیدنه وکړه.

د پایداره انرژي  ښاغلي رئيس او تخنیکي ټیم یې د پکتیکا ولایت له والي ، د پکتیکا  او پکتیا د سیندیزو حوزو او د خصوصی شرکت له رئیسانو سره  پر بېلا بېلو موضوعاتو باندې هر اړخیز بحث او د نظر تبادله وکړه.

ښاغلي مؤمن بسمل د پایداره انرژي رئیس د پانګونې د ملاتړ په موخه د پایداره  انرژي د پراختیا په برخه کې د یاد شرکت مسئولینو ته د هغوي د ستونزو د هوارولو په پار د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu