د اوبو او انرژي وزارت د کارمندانو لپاره د وړتیا لوړونې سمینار د افق مطالعاتي او څېړنیزې موسسې په همکاري ترسره شو
یاد سمینار د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم، د افق موسسې د څېړنیزو مطالعاتو د اجرائیې مدیر محترم عبدالوارث خانزوی او د اوبو او انرژي وزارت د ټولو رئيسانو په ګډون د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شو.
دغه سمینار د قرآن کریم د آیاتونو په تلاوت سره د مبلغ محترم عبدالواحد له خوا پیل شو او د سمینار په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز د داسې سمینارونو د ارزښتونو په هکله خبرې وکړې او د وزارت له کارمندانو څخه و غوښتل چې ملت او خلکو ته د خدمت رسولو په لار کې دې خپلې مسلکي او اداري مهارتونه لوړ کړي.
همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم په خپلو خبرو کې د ژوند په چارو کې د مدیریت اهمیت ته اشاره وکړه او د اجراآتو د ښه والي په برخه کې یې د وړتیا لوړونې ښوونیزې برنامې اړینې وګڼلي.
په پای کې د افق مطالعاتي او څېړنیزې موسسې اجرائیې مدیر محترم عبدالوارث خانزوی د نوموړي موسسې د کړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې افغانستان مخلصو، ژمنو او متخصصو کسانو ته اړتیا لري، ترڅو آبادي او ځان بسیاینې ته ورسیږي.
د یادونې وړ ده چې په دې سمینار کې د اوبو او انرژي وزارت ټولو کارمندانو ته د وخت د مدیریت، د بشري سرچینو مدیریت، د مادي سرچینو مدیریت او د رهبري او مدیریت پورې اړوند ټولو چارو په هکله اړین معلومات وړاندې شول.
