د اوبو او انرژي وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو راپور د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوه خبرې کنفرانس په ترڅ کې وړاندې شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۵:۹
1

یاد مطبوعاتي کنفرانس د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د اطلاعاتو او نشراتو رئيس محترم الحاج غلام جیلاني حق پرست، د اوبو د برنامو رئيس محترم انجنیر رفیع الله ستانکزي، د انرژي د برنامو رئيس محترم انجنیر فرهاد محمودي، د اوبو پروژو د کیفیت د کنټرل رئيس محترم انجنیر شفیق وکیل او د انرژي د معینیت تخنیکي متخصص محترم انجنیر منیراحمد یوسفزي په ګډون د حکومت د رسنیو په مرکز کې وړاندې شو.

د اوبو محترم معین د یاد مطبوعاتي کنفرانس په بهیر کې د اوبو او انرژي وزارت د مالي کال د کړنو په هکله په هر اړخیزه توګه اړین معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: " د نیمګړو پروژو د چارو دوام، د آمو سیند څنډو د تحکیم لپاره د اړینو تدابیرو نیول، په لویو ښارونو په ځانګړې توګه کابل ښار کې د اوبو د سرچینو د مدیریت او د څښاک اوبو رسولو لپاره د هر اړخیزو او اغیزمنو طرحو چمتو کول، له ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان هېوادونو سره د برېښنا تړونونو غځول، د حقوقي اسنادو توحید، تحلیل او چمتو کول، د اوبو د مدیریت او د انرژي د تولید په پروژو کې  د پانګونې د جلبولو لپاره د زمینې برابرول، په ۱۴۰۱ مالي کال کې د دې وزارت د اړینو کړنو څخه دي.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو محترم معین د خپلو خبرو په دوام کې څرګنده کړه چې: " د ۱۴۰۱ مالي کال په بهیر کې په هلمند ولایت کې د کجکي بند د دوهم فاز د لومړۍ برخې عملي چارې بشپړې، په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د دريېم فاز او په کابل کې د شاه او عروس بند، په زابل ولایت کې د توري بند او په تخار ولایت کې د نمک آب کانال په اوږدو کې د دریاچې د اصلاح چارې روانې دي او په هرات کې د پاشدان بند او په فراه کې د بخش آباد بند د چارو بیا پيل په پلان کې دي.

همدارنګه ښاغلي آخندزاده په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې د تېر کال په بهیر کې ۳۶۰ پروژې چې سربندونه، د اوبو لګولو کانالونه او چکډمونه پکې شامل دي د نړیوالو موسسو په همکاري سره پلې شوې دي.

د دې مطبوعاتي کنفرانس په دوام کې د اوبو محترم معین او ټولو رئیسانو  د اوبو او انرژي وزارت  د ۱۴۰۱ مالي کال د لاسته راوړنو  او د ۱۴۰۲ کال د برنامو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او د خبریالانو پوښتنو ته یې اړین ځوابونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

په پنج آمو سیندیزه عمومي حوزه کې د نقي کانال د بیارغونې په هکله ناسته ترسره شوه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد د یو، این، او، پي، اس دفتر له تخنیکي مسؤلینو سره وکتل او د نقي کانال د بیارغونې په هکله خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د دهلې بند د پرچاو شوو اوبو د بهیر تنظیم، وېش، کنټرول او څارنه روانه ده

د کندهار د سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اوبو تنظیم د تخنیکي ټیم له لوري د دهلې بند د پرچاو شوو اوبو د بهیر تنظیم، وېش، کنټرول او څارنه په منظم ډول روانه ده.

د دهلې بند پرچاو شوې اوبه په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د لوګر په سیندیزه فرعي حوزې کې د التمور سیمې له خلکو سره د خلکو د اوبو د اړتیاوو د په پام کې نیولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د التمور  سیمې له خلکو سره د اوبو، د اوبو د سرچینو، د خلکو د اوبو د اړتیاوو په پام کې نیولو او په دې برخه کې د سمنټو د تولید د فابریکې د پيل له. . .

بیرته تګ

User account menu