د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د  Schiller  نړیوال انستیتیوت له ارتباطي غړو سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۳:۳۴
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور نن له غرمې مخکي د خپل کار په دفتر کې د Schiller  نړیوال انستیتیوت له ارتباطي غړو سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې، د یاد انستیتیوت ارتباطي غړو په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو او د انرژي د تولید په برخه کې د سترو شرکتونو د پانګونې د جلبولو ژمنه وکړه.  

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یاد انستیتیوت له ارتباطي غړو سره په کتنې کې په هیواد کې د اوبو بندونو د جوړولو او د انرژي د تولید په برخه کې د زمینې برابرولو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه" په افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنیدو سره، په ټول هیواد کې امنیت ټینګ شوی او مونږ ټولو هغه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته چې غواړي په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو او د انرژي د تولید په برخه کې پانګونه وکړې، د هر راز همکاري ژمنه کوو. "

د یادولو وړ ده، چې د  Schiller نړیوال انسـتیتیوت ارتباطي غړو د اوبو بندونو د جوړولو او د انرژي د تولید په برخه کې د شرکتونو د پانګونې د جلبولو په موخه خپله وړاندیز شوې طرحه د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریکه کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu