د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ملي انکشاف شرکت له رئیس سره ناسته تر سره کړه.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۴:۴۳
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزير محترم ملا عبداللطیف منصور په داسې حال کې چې د یاد وزارت  د اوبو معين محترم انجنیر مجیبب الرحمن عمر اخندزاده هم حاضر وو، د ملي انکشاف شرکت لۀ رئیس ښاغلی عبدالرحمن عطاش سره ناسته ترسره کړه.

پۀ دغه ناسته کې د وزارت  لهً خوا د اوبو د لویو بندونو او کانالونو د جوړولو په ځانګړي ډول د خوشتيپې کانال د پروژې په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه؛ او پرېکړه وشوه، چې د یاد کانال چارې دې د اوبو او انرژي وزارت تر څارنې لاندې پرمخ یووړل شي.

په دې ناسته کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د اوبو د مدیريت د پروژو په هکله خبرې وکړې؛ د مشکلاتو د حل او د پروژو د تطبيق په هکله يې په لازمه همغږي باندې ټينګار وکړ.

د ناستې په ترڅ کې د ملي انکشاف شرکت رئیس ښاغلي عطاش د اوبو او انرژي سرپرست وزير ته  ډاډ ورکړ، چې ددې وزارت د پروژو د تطبيق په لاره کې به خپلې ټولې هڅې په کار واچوي؛ او د چارو په ترسره کولو کې به د پروګرام او لارښوونو سره سم پرمخ ولاړ شي.

دغه راز د ملي انکشاف رئیس په هېواد کې د انرژي د توليد په برخه کې د خپلو برنامو په هکله معلومات وړاندې کړل؛ او وزارت ته يې د خپلې بشپړې مرستې او همغږي وعده ورکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu