د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د هیواد د یو مخکښ ځوان سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور نن د غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې د هیواد د مخکښ ځوان ښاغلي انجنیر احسان الحق "دانشیار" سره چې د ښو برنامو او طرحو لرونکی دی، و لیدل.
په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر و ښاغلي "دانشیار" ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه ، د اوبو او انرژي وزارت رهبري د هیواد ټولو ځوانانو د ښو طرحو او برنامو څخه هرکلی کوي.
ښاغلي "دانشیار" په دغه کتنې کې زیاته کړه چې، خپل طرحې او برنامې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري سره شریکوي، تر څو د هیواد په پرمختګ او غوړېدا کې خپله ونډه ترسره کړې وي.
