د اوبو او انرژي وزارت کې د نویو کارکوونکو د ګمارنی شپږم پړاو آزموینه ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۴ - ۱۶:۵۵
۱

دا آزموینه د اوبو او انرژي وزارت په خالي بستونو کې کار کوونکو ته د کار د سپارلو او د مسلکي کارکوونکو د ګمارلو په موخه په لاره اچول شوې وه.

د دي پروګرام د پرانېستې په لړ کې چې د اوبو او انرژي وزارت یو شمېر رئیسانو او مسوولینو هم په کې ګډون کړی و، د دغه وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز هېواد ته د خدمت په ارزښت خبرې وکړې او  دولتي دندې یې یو مهم مسؤلیت و باله.

ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز د غونډې ګډونوالو ته د تقوا او اخلاص سپارښتنه وکړه او ټول یې وهڅول چې په صادقانه توګه د هېواد خدمت وکړي.

د یادولو وړ ده چې د آزموینو په دې دوره کې څه باندې ۱۲۰ تنو ګډون کړی وو او  که چیرې دوی د بریا نمرې ترلاسه کړي، نو د انرژي، سیول انجینري، معلوماتي ټیکنالوژي او GIS په برخو کې په دندو و ګمارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

خوست ولایت کې د شمل پیرانو پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي

د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د لوګر ولایت د التمور کانال د اوبو ټولنې رئيس او غړي وټاکل شول

د لوګر په سیندیزه فرعي حوزه کې د التمور کانال لپاره د اوبو ټولنې د جوړېدو په موخه یوه ناسته د دغې حوزې د رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

بیرته تګ

User account menu