د اوبو او انرژي وزارت ګډ تخنيکي او اداري پلاوي د هرات ولایت د سلما بند څخه څارنه وکړه.

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۰:۱۳
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو تاسيساتو او شبکو د ساتنې، پاملرنې او ګټې اخستنې رئيس انجنير حبيب الرحمن حقپال، اداري رئيس مفتي حکمت الله جمال او ورسره مل تخنيکي ټېم هرات ولايت ته د سفر په ترڅ کې د هريرود مرغاب عمومي سينديزې حوزې اړوند د سلما بند څخه څارنه وکړه، چې د ياد بند د لا ښې ساتنې او د بند د اجرايوي چارو د لا ښه مديريت په موخه د ساحوي ټيم سره د آندونو تبادله وشوه او په اړه یې اړینې سپارښتنې تر سره او تصميمونه ونيول شول.

User account menu