د اوبو او انرژي وزیر د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو او د بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۳
1

۱۴ شعبان ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۱۳ دلو ۱۴۰۴هـ ش

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د فراه والي محترم ملا محمد حافظ مجاهد، د هریرود مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د فراه د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا برهان الدین مینوال، د فراه امنیه قوماندان محترم مولوي محمد عیسی شریف، د هرات د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس محترم ملا عبدالسلام هجرت، د هلمند د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس محترم حاجي محمود ثاني او د فراه ولایت یو شمېر نورو سیمه‌ایزو مسؤلینو یې ملتیا کوله د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو او د بند له سیمې څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د تونلونو د ساتنې او څارنې په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

همدغه راز، د اوبو او انرژي وزیر د فراه ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ چې د اوبو او انرژي وزارت به د هغوی ستونزو او وړاندیزونو ته د شته امکاناتو او متوازنې پراختیا په پام کې نیولو سره رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu