د اوبو او انرژي وزیر د غزني ولایت د سلطان ذخیروي او اوبولګولو بند څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د دغه وزارت د انجنیري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئيس محترم انجنیر اسدالله عمار غزني ولایت ته سفر وکړ او په داسې حال کې یې د سلطان ذخیروي او اوبو لګولو بند څخه لیدنه وکړه، چې د غزني سیندیزې فرعي حوزې ولاړو اوبو رئيس محترم مولوي محمد شفیق عمر منصور او مل تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړي بند د ساتنې او مراقبت پروژه تېر کال د اسلامي امارت له لوري په ټولیز ډول د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په لاره اچول شوې وه، چې چارې یې ۳۵ سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده، چې چارې یې په ۱۴۰۵هـ ل کال کې بشپړې شي.
سلطان بند د ۳۵ متره لوړوالي او ۲۶۰ متره اوږدوالي او ۱۳ میلیونه متره مکعب ذخیروي وړتیا په درلودلو سره ۱۵زره هکتاره ځمکه خړوبوي، چې د غزني ولایت مرکز او د خواجه عمري ولسوالي اوسیدونکي ورڅخه په مستقیم ډول ګټه پورته کوي.
