د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې
۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل
د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمسالدین شریعتي صاحب سره لیدنه وکړه او په دغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي د پراختیایي پروژو، په ځانګړي ډول د آغاجان او شفلوغ بندونو په اړه تفصیلي مجلس وکړ.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د یادو پروژو پر اهمیت، وضعیت او د تطبیق پر بهیر هر اړخیزې خبرې وکړې. محترم وزیر صاحب د آغاجان او شفلوغ بندونو د حیاتي اهمیت په اړه د اوبو د تأمین او د اوبو د سرچینو د پراختیا په برخه کې وویل، چې د شفلوغ بند د عملي کار چارې اوس مهال په ښه توګه روانې دي.
وزير صاحب همدارنګه وویل، چې د آغاجان بند د عملي کار پیل هم د اوبو او انرژي وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه دی او انشاءالله د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به يې ژر چارې پیل شي.
