د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه وکړه او په دغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي د پراختیایي پروژو، په ځانګړي ډول د آغاجان او شفلوغ بندونو په اړه تفصیلي مجلس وکړ.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د یادو پروژو پر اهمیت، وضعیت او د تطبیق پر بهیر هر اړخیزې خبرې وکړې. محترم وزیر صاحب د آغاجان او شفلوغ بندونو د حیاتي اهمیت په اړه د اوبو د تأمین او د اوبو د سرچینو د پراختیا په برخه کې وویل، چې د شفلوغ بند د عملي کار چارې اوس مهال په ښه توګه روانې دي.

وزير صاحب همدارنګه وویل، چې د آغاجان بند د عملي کار پیل هم د اوبو او انرژي وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه دی او ان‌شاءالله د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به يې  ژر چارې پیل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu