د اوبو او انرژي په برخه کې د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالي د خلکو ستونزې د خلم- ایبک سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره شریکې شوې
د خلم- ایبک سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محب الله عادل د سمنګان ولایت فیروزنخچیر له ولسوال محترم قاري محمد ظریف بلال سره وکتل او په هغه ولسوالي کې د اوبو کموالي د ستونزې د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د نوموړي ولسوالي ولسوال د نوموړې حوزې له رئيس څخه وغوښتل چې په دغه ولسوالي کې د اوبو د کموالي ستونزه او د دهن درې بند د جوړولو موضوع دې د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره شریک کړي.
په ورته مهال، د خلم- ایبک سیندیزې فرعي حوزې رئيس د نوموړي ولسوالي له ولسوال سره ژمنه وکړه، چې د اوبو په برخه کې د دغه ولسوالي د خلکو ستونزه او د نوموړي بند د جوړولو موضوع به د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره شریک کړي.
