د اوبو او انرژي په برخه کې د لوګر ولایت د خلکو ستونزې او اړتیاوې د اوبو او انرژي له وزیر سره شریکې شوې

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۲:۵
1

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور نن د خپل کار په دفتر کې د لوګر له والي محترم الحاج قاري صلاح الدین ایوبي او د لوګر د اوبو او انرژي له رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده سره وکتل او په لوګر ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د لوګر والي او د اوبو او انرژي رئيس په دغه لیدنه کې د خوښۍ ولسوالي د ابتک د اوبو ذخیروي بند تخنیکي سروې، د ازرې ولسوالي د مایکرو هایدرو پاور پلانټونو تخنیکي سروې او د خروار د اوبو ذخیروي بند پروژې د چارو د چټکتیا او د اوبو په برخه کې د نویو پروژو د پلي کولو موضوعات د اوبو او انرژي له وزیر سره شریک او ورته د رسیدګي غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزیر د لوګر له والي او د اوبو او انرژي له رئيس سره په لیدنه کې د اوبو او برېښنا په برخه کې د دوی ستونزو ته د رسیدګي ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د څښاک اوبو د کیفیت د آزمایښت په موخه کندز او بدخشان ولایتونو ته سفر وکړ

د اوبو سرچینو د څېړنو او لابراتوار ریاست د اوبو د کیفیت لابراتوار تخنیکي ټیم د څښاک اوبو د کیفیت د آزمایښت په موخه کندز او بدخشان ولایتونو ته سفر وکړ.

نوموړی تخنیکي ټیم د څښاک په اوبو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۲:۳۷
Background image

د بغلان ولایت د کیله‌ګي بند د جیوتکنیکل څېړنو پروژه قراردادي شرکت ته وسپارل شوه

د بغلان ولایت د کیله‌ګي بند د جیوتکنیکل څېړنو پروژه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچینو د څېړنو او لابراتوارونو ریاست له لوري رسما قراردادي شرکت ته وسپارل شوه.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې له اوبیزو سرچینو څخه د. . .

بیرته تګ

User account menu