د اوبو او انرژي په برخه کې د لوګر ولایت د خلکو ستونزې او اړتیاوې د اوبو او انرژي له وزیر سره شریکې شوې

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور نن د خپل کار په دفتر کې د لوګر له والي محترم الحاج قاري صلاح الدین ایوبي او د لوګر د اوبو او انرژي له رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده سره وکتل او په لوګر ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
د لوګر والي او د اوبو او انرژي رئيس په دغه لیدنه کې د خوښۍ ولسوالي د ابتک د اوبو ذخیروي بند تخنیکي سروې، د ازرې ولسوالي د مایکرو هایدرو پاور پلانټونو تخنیکي سروې او د خروار د اوبو ذخیروي بند پروژې د چارو د چټکتیا او د اوبو په برخه کې د نویو پروژو د پلي کولو موضوعات د اوبو او انرژي له وزیر سره شریک او ورته د رسیدګي غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزیر د لوګر له والي او د اوبو او انرژي له رئيس سره په لیدنه کې د اوبو او برېښنا په برخه کې د دوی ستونزو ته د رسیدګي ډاډ ورکړ.