د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د پامیر د انرژۍ شرکت مسوولانو او د آغاخان بانک د اقتصادي پراختیایی بکسی ISP مسوول سره لیدنه!

mew-admin
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱ - ۸:۴۰
اخبار

ښاغلی انجینر محمد گل خُلمی د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د ښاغلی دلیر جمایوف د پامیر د انرژۍ شرکت مسوول له تاجکستان هیواد څخه او د آغاخان بانک د اقتصادي پراختیایی بکسی ISP مسوول سره د بدخشان ولایت د برښنا هوکره لیک په اړه خبرې اتری وکړې.
د بدخشان ولایت د برښنا اړتیاوې پوره کولو لپاره د پانګه اچونه هوکره لیک چی څه موده مخکی د جلالتمآب جمهور رییس په حضور سره د ښاغلی انجینر محمد گل خُلمی د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست او د آغاخان بانک د اقتصادي پراختیایی بکسی ISP استازي ترمنځ لاسلیک شو د دې پر بنسټ تاکل شوی ده چی دا پروژی د 30 کلونو په موده کې په څو پړاوونو کې پلي شي او هر پړاو به اوه کاله وخت ونیسي.
ښاغلي خُلمی د پامیر انرژۍ شرکت او د آغاخان بانک د اقتصادي پراختیایی بکسی د بدخشان د برښنا د کار له فعاليتونو او پرمختک ثخه په درناوی ترڅنګ د دې پروسې د پلي کولو لپاره يې هر راز همکاریو ته ژمنه وکړه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu