د اوبو بندونو د کار لاندې پروژو د وضعیت څېړلو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۱۰:۱۳
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي الحاج انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده  د اوبو سکتور د ټولو رئيسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د کار لاندې بندونو په ځانګړې توګه د کمال خان بند د اوبولګولو کانالونو د پرمختګ وضعیت تر څېړنې لاندې ونیول شو او د یادې پروژې د پاتې چارو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

د اوبو معین د یادو پروژو د بیا پیل په موخه د لازمو هدایاتو د وړاندې کولو ترڅنګ، د پاتې چارو د بیا ځل پیلیدو لپاره د لازمو اقداماتو په چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu