د اوبو د تاسیساتو او شبکو د ساتنې او پالنې نوی رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو
د اوبو د تاسیساتو او شبکو د ساتنې او پالنې نوی رئيس ښاغلی انجنیر حبیب الرحمن مبارز د اوبو او انرژي وزارت د دفتر د عمومي رئيس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز له خوا همکارانو ته معرفي شو.
ښاغلی حبیب الرحمن مبارز د کندهار پوهنتون د سیول انجنیري پوهنځي څخه د لیسانس په کچه فارغ شوی او څه باندې اته کاله یې له ودانیزو شرکتونو سره د انجنیري په څانګو کې دنده ترسره کړې ده.
