د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې څخه د هېواد هواي چلند ملکي ادارې ته د متيورولوژيکي(هوا پېژندنې) سټېشنونو لېږدولو هوکړه لیک لاسلیک شو.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۴ - ۱۱:۳۶
123

د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې څخه د هېواد هواي چلند ملکي ادارې ته د متيورولوژيکي(هوا پېژندنې) سټېشنونو لېږدولو هوکړه لیک لاسلیک شو.

نن سهار د سرطان مياشتې 23، د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئيس محترم انجینر خان محمد تکل او د هوايی چلند ملکي ادارې عمومي رئیس محترم ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده تر منځ د هوا پېژندنې ملي ادارې د ۲۶ اتومات سټېشنونو د لېږد مسؤلیت هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړلیک له مخې د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې د اوبو د سرچینو عمومي ریاست 26 اتومات متیورولوژيکي سټېشنونه د هوايی چلند ملکي ادارې د هوا پېژندنې ریاست ته وه لېږدول شول.

دغه غونډه چې د هوايی چلند ملکي اداره کې جوړه شوې وه، د هوايی چلند د پلان او پالیسي عمومي رئیس، امانزیب انصاري، د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې د اوبو سرچینو عمومي رئیس فایزالرحمن عزیزي، د پرواز ستنډرډونو عمومي رئيس، غلام جيلاني وفا، د هوا پېژندنې رئيس، سید رضا موسوي، د هواي چلند ادارې د پرواز ساتنې رئيس، عبیدالله رشیدي او د پروژو د کنټرول او کیفیت رئيس محمد شفیق وکیل ګډون درلود.

دغه هوکړلیک د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهور رئیس د هدایت په اساس د اراضي، اوبو، چاپېريال ساتنې(SCOLW) او د سيلاب ملي پالیسي عالي شورا په جلسه کې د اوبو د چارو د تنظيم قانون په پام نیولو سره په هېواد کې د هايدرولوژيک او متیورولوژيکي خدمتونو د تفکیک او تشخیصولو په موخه لاسلیک شو.

بل لورته د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې د اوبو د سرچینو عمومي ریاست، د هایدرولوژيکي خدماتو په ګډون د اوبو د سرچینو خدمات وړاندې کول او د شمېرو راټولول، په سنديزو حوزو کې د ځمکې د سر او ځمکې د لاندې اوبو د سرچینو د نظارتي شبکې پرمختګ باندې ټينګار او د هایدرولوژي او ميتيورولوژي شمېرو جمع او د خپرولو تفکیک کول او د هوا پېژندنې 26 سټېشنونه انتقال چې د 2012 کال د نړیوال بانک په مالي مرسته لګول شوي سرته ورسېدل.

د ياد هوکړه لیک څخه موخه د هوا پېژندنې د سټېشنونو د لېږدولو پروسه کې د دواړو لورو رول او مسؤليتونه معلومول او په هېواد کې د هایدرومتیورولوژيکي شبکې پرمختګ او د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې همکاري کول دي.

د يادونې وړ ده چې دغه 26 اتومات میټورولوژیکي سټیشنونه د تودوخې درجې، د نسبتي رطوبت، د شبنم نقطه، د لمر د وړانګو وخت ، د لمر شدت ، باران، د باد سرعت، د باد لوری، د باد چټک سرعت، د باد چټک سرعت لوری او د هوا فشار سنسرونو لرونکي دي.

سربېره پر دې د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې او د هوايی چلند ملکي ادارې رهبري د 77 شرکت( د کجکي پروژو پلي کوونکي) سره په همغږۍ د کجکي د اوبو د پروژې د کار ګړندي کولو او هغه ته د لوژيستیکي موادو لیږدولو په موخه خبرې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۸:۵۴
Background image

هرات ولایت کې د کار آباد کانال اوبیزه مجرا د هر ډول تعرض د مخنیوي په موخه په نښه شوه

د هرات د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هغه ولایت په شپږمه ناحیه کې د کار آباد کانال اوبیزه مجرا د هر ډول تعرض  او ناقانونه ودانیو د مخنیوي په موخه په نښه کړه.

دغه اقدام د اوبیزو سرچینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۳۵
Background image

هرات ولایت کې د انجیل عمومي کانال د پورتنۍ برخې حقابه د اوبو تامین او عادلانه وېش په موخه و ارزول شوه

د هرات د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د انجیل عمومي کانال د پورتنۍ برخې حقابه د نوموړي کانال د اوبو ټولنې په همکاري سره د اوبو تامین او عادلانه وېش په موخه و ارزوله.

نوموړی اقدام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د سلما بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۲۰ ورځو لپاره خوشې شوې

په هغه ناسته کې چې د هرات والي محترم شیخ الحدیث نوراحمد اسلام‌جار تر رهبري لاندې د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا، د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم. . .

بیرته تګ

User account menu