د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د غور ولایت د فیروز کوه ښار د اوبو رسونې شبکې د پروژې وضعیت څېړلو په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.

MEW-Media
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۹:۱۵
55

دغه ناسته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ، د دغې ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري، په ولسي جرګه کې د غور د خلکو د استازو، د کلیو او پراختیا وزارت د استازو او د اوبو رسونې شرکت استازي په شتون کې جوړه شوه.

دغه راز په دغه ناسته کې د غور ولایت مرستيال والي حبیب الله رادمنش، د هریرود مرغاب سیندیزې عمومي حوزې رئیس عمر اسحاق او د غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محمد یعقوب هم په انلاین بڼه ګډون کړی وو.

په دغه ناسته کې هغه راپور چې څه موده وړاندې د هریرود مرغاب سندیزې عمومي حوزې د عمومي رئيس په مشرۍ سیمې ته د سرچینو د موندلو په موخه يو ټيم تللی وو وڅېړل شوو.

د ټاکل شوي هيئت هر اړخیز راپور ته په کتو پرېکړه وشوه چې د فیروز کوه ښار د اوبو رسونې شبکې لپاره سرچینه دې د (ګرمابک چینه) وټاکل شي.

په ورته وخت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ټينګار وکړ، چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې، د کلیو او پراختیا وزارت او د اوبو رسونې شرکت لخوا ګډ ټيم جوړ او ژر تر ژره د دغې پروژې د سروې او ډيزاین چارې پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په مسلسل ډول د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د اړونده ادارو، د ولس استازو او د غور ولایت مسؤلینو په شتون کې د غور ولایت د فیروز کوه د اوبو رسونې شبکې پروژې په اړه ناستې شوي او د اړونده ادارو استازو سره په همغږۍ د دغې ادارې ټاکل شوي هيئت لخوا سیمه له نږدې څېړلې او د فیروز کوه ښار د څکلو اوبو د سرچینو سیمه یې دقیقه او هر اړخیزه مطالعه او موندلې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵
Background image

کندهار ولایت کې د برغني چکډم پروژه د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په تخته‌پل ولسوالي کې د برغني چکډم پروژه د ۲ میلیونه ۱۵۴ زره او ۱۰۱ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی چکډم د شاخوا ۴.۵ متره لوړوالي په درلودلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۲
Background image

غزني ولایت کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او پاکاري چارې پيل شوې

د غزني ولایت په بنګي، مزدور کلا، سلطان باغ، رحیم خېلو او زاړه ښار په کلیو کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او  پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې پيل شوې.

د نوموړي کانال د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۵۶
Background image

پروان ولایت کې د جنګل باغ سیمې د ترناب او سیلبر د بیارغونې او محافظتي دېوالونو د جوړولو پروژې چارې پیل شوې

د پروان ولایت د چاریکار ښار اړوند د جنګل باغ سیمې د ترناب او سیلبر د بیارغونې او محافظتي دېوالونو د جوړولو پروژې چارې د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالشکور. . .

بیرته تګ

User account menu