د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې اته تنه نوي ګمارل شوي رئیسان کار کوونکو ته وپېژندل شول.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د دغه ادارې اته تنه نوي ګمارل شوي رئيسان چې د آزادې سیالۍ د پروسې له بشپړولو او د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکمونو وروسته د دغې ادارې د تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري او ټولو رئيسانو په شتون کې د يوې رسمي ناستې په ترڅ کې خپلو کار کوونکو ته ور وپېژندل شول.
په دغه ناسته کې احمد رشاد حکیم مالي او اداري د لوی رئيس، نعیم الله سالارزی د اوبو د تنظیم رئيس، وفي الله سیدي د اوبو لګولو او اوبو رسولو رئیس، فضل الله درانی د سطحي اوبو د سرچینو رئيس، سهار فهیم د کونړ سیندیزې فرعي حوزې رئیس، سمیع الله عزیزي د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس، معصوم الله عارفي د نورستان سیندیزې فرعي حوزې رئيس او روح الله مایار د فراه سیندیزې حوزې د رئيس په توګه همکارانو ته ور وپېژندل شول.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل پخوانیو رئیسانو د کړنو قدردانۍ وکړه او نویو ټاکل شویو رئیسانو ته یې د مبارکۍ تر څنګ یې د اوبو سکټور يو حیاتي سکټور او د اوبو مدیريت يې مهم او اساسي ټکي یاد کړل.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د اوبو مدیريت د دغې ادارې د ټولو مسؤلینو ګډ مسؤلیت ياد کړ او وې ويل: د هېواد د اوبو تنظیمول او تقسیمول يو جدي او اساسي مدیريت ته اړتیا لري، هیله مند یم چې د دغې ادارې ټولو مسؤلینو په مرسته او د اړخیز مدیریت، د عنعنوي او انجنیري تګلارو او قوي سیستم په واسطه وکولای شو د هېواد اوبه تنظیم کړو."
ښاغلي تکل د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د پخواني مالي او اداري چارو لوی رئيس زبیر غزنوي له کړنو مننه او همدارنګه یې د دغې ادارې د بشري سرچینو رئيس ښاغلي سید داود فضلي چې د نویو ګمارل شویو رئيسانو د آزموینو په پروسه کې هڅې کړي قدرداني وکړه.
همدارنګه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د مالي او اداري پخواني لوی رئیس زبیر غزنوي د نورو پخوانیو رییسانو په استازولۍ د رهبرۍ له هر اړخیزو مرستو څخه مننه وکړه او د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې یې د خپل مسؤلیت ادا کولو څخه خوښي وښوده.
په ورته وخت کې نویو ګمارل شویو رئيسانو په نوبت سره د آزادې سیالۍ د پروسې له روڼتیا او په اوسنيو شرایطو کې د اوبو مدیریت ارزښت يادول، د چارو تر سره کولو په برخه کې د هڅو، قانون منلو او په غوره توګه د دندو تر سره کولو ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د دغو اته تنو نویو ګمارل شویو رئیسانو له ډلې څخه پینځه تنه رئيسان د ماسټرۍ سندونه لري او هر یو یې په خپلو برخو کې تر ده کالو زیاته کاري تجربه لري.
