د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د فورټسکیو کمپنۍ استازي تر منځ د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

MEW-Media
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۹:۱۴
88

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ په افغانستان کې د فورټسکیو کمپنۍ استازي ننګیالي شینواري سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

په دغې جلسه کې د دواړو ادارو په همغږۍ او ګډې همکارۍ خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د فورتسکیور کمپنۍ څخه د قدردانۍ تر څنګ د هېواد پرمختګ په برخه کې د دغې کمپنۍ پانګه اچونه یو لوې او غوره فرصت یاد کړ.

ښاغلي تکل د اوبو مدیریت او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې کارمندانو ظرفیت لوړونې په برخه کې د فورټسکیو کمپۍ له مرستې مننه وکړه او د دواړو ادارو په دومداره همکاریو یې ټينګار وکړ.

په عین حال کې په افغانستان کې د فورټسکیو کمپنۍ نماینده ننګیالی شینواري د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ له فعالیتونو او زحمتونو قدرداني وکړه، هغه زیاته کړه چې د فورټسکیو کمپنۍ د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د پراختیاي پروژو په تطبیق او د کارکوونکو د زده کړو په برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي.

په اخر کې دواړو لورو د چارو همغږۍ په موخه د ناستو په دوام ټيګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu