د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس د جوزجان سیندیزې حوزې څخه لیدنه وکړه.

MEW-Media
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۰
۷۷۷

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په جوزجان ولایت کې د دغې ادارې اړوند سیندیزې حوزې ریاست څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي تکل په دغه لیدنه کې د یادې حوزې چارې وارزولې او د حوزې رئيس په ګډون یې ټولو کار کوونکو ته لازم هدایات ورکړ او سپارښتنه یې وکړه چې د اوبو مدیریت او پراختیاي پروژو د تطبیق په برخه کې ولس ته غوره خدمات وړاندې کړي.

هغه د ترکمنستان _ شبرغان د بريښنا پرانیستې مراسمو کې د دغې حوزې کار کوونکو له هڅو او ستړیاو قدرداني وکړه او دوئ ته یې د هر ډول همکاري او ځانګړې پاملرنې ډاډ ورکړ.

په اخر کې د جوزجان ولایت ولسي دود پر ځای کولو په موخه د یاد ولایت مرستیال، د دغې حوزې رئيس او نورو کارکوونکو لخوا ښاغلي تکل ته د عزت چپن په اوږو کړه.

د یادونې وړ ده چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوي رئيس جوزجان ولایت ته د ترکمنستان _ شبرغان بريښنا پروژې پرانیستې په موخه ورغلی چې دغه پروژه به سبا پنجشنبه د دواړو هېوادونو ولسمشرانو لخوا پرانیستل شي چې د افغانستان بريښنا ظرفیت کې به د پام وړ مرسته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۴۱
Background image

پروان ولایت کې د بالاغیل سیمې د سیفون او سیلبر د بیارغونې او پاکاري چارې پیل شوې

د چاریکار ښار اړوند د بالاغیل سیمې سیفون او سیلبر چې د تېرو شلو کلونو راهیسې د سېلابونو د را وتلو له امله تړل شوی وو، د بیارغونې او پاکاري چارې یې د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۵
Background image

لغمان ولایت کې د یوه سربند، کانال او محافظوي دېوال پروژه د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالي د کهنه‌پال درې په سیمه کې د یوه سربند، کانال او محافظوي دېوال پروژه د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي شیرجان راشدي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د پروان عمومي کانال د پروژې ۱۹ کیلومتره پاکاري د نږدې ۵ سوه زره افغانيو په لګښت بشپړه شوه

د پروان عمومي کانال د پروژې ۱۹ کیلومتره پاکاري د ۴۹۲ زره او ۲۰۰ افغانیو په لګښت د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر څارنې لاندې او د دغه ریاست د ماشینري په واسطه د. . .

بیرته تګ

User account menu