د اوبو لګولو او اوبو رسولو د تنظیم رئيس د ګلستان بوستان د اوبو رسولو شرکت خدماتو څخه لیدنه وکړه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو د تنظیم لوی ریاست اړوند د اوبو لګولو او اوبو رسولو د تنظیم رئيس انجنیر وفي الله سیدي د ګلستان بوستان د اوبو رسولو خصوصي شرکت له فعالیتونو څخه له نږدې څارنه او بررسي وکړه.
د اوبو لګولو او اوبو رسولو د تنظیم رئيس د څارنې پر وخت د اړونده شرکت له تاسیساتو او تجهیزاتو، د اوبو سرچینو، د وېشلو او نقلولو شبکې، ذخیرې، د اوبو کیفیت او تعرفه او همدارنګه د خلکو رضایت څخه یې مطالعه او بررسي کړل.
د هغو سیمو خلک چې د ګلستان بوستان د اوبو رسولو شرکت ورته خدمات وړاندې کوي د اوبو اوبو لګولو او رسولو د تنظیم رئيس څخه مننه او قدرداني وکړه او خپلې ستونزې یې ور سره شریکې کړې.
ښاغلي سیدي د خلکو ستونزو ته د رسېدو په موخه د شرکت مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل.
د ګلستان بوستان شرکت د اوبو رسولو یو خصوصي دی چې د کابل افشارو سیمې څخه د کابل ښار دوه زره کورنیو ته د اوبو رسولو خدمات وړاندې کوي او شپاړس کاله کیږي چې په دغه سیمه کې فعالیت کوي.
