د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۱۲:۲۶
۱

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د یاد معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د ټاکل شوي څېړونکي پلاوي له خوا د لغمان ولایت د شاهي کانال د وضعیت د څېړنې پرزنټیشن وړاندې شو او د پروژې د ستونزو د هوارولو او پاتې چارو د پیل په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

همدارنګه په یاده ناسته کې، په کابل ښار کې  د معدني اوبو شرکتونو ته د فعالیت اجازه لیک او غیر الکولي مشروباتو موضوع په هکله هم اړینې خبرې وشوې.

د ناستې په دوام کې، د ځینو چکډمونو په هکله چې د خلکو له خوا ویجاړ شوي دي، اړین بحث او د نظر تبادله وشوه او اړوند رئيسانو ته لازم هدایات ورکړل شول، ترڅو د یادو چکډمونو د وضعیت بشپړ راپور چمتو او د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره یې شریک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

هرات ولایت کې د پاشدان بند بشپړ له اوبو ډک او پرچاو شو

د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د پاشدان بند له کاسې څخه چې له اوبو بشپړ ډک او پرچاو شوی، لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې  د پاشدان بند اضافې اوبه، چې حجم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۴
Background image

لوګر ولایت کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره شوه

د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره کړه.

نوموړی چکډم په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوی، چې د. . .

بیرته تګ

User account menu