د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۲:۲۳
1

د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو د څارنې او ارزونې ریاست د کلني فعالیتونو او اجراآتو راپور او په مرکز او ولایاتو کې د اوبو رسونې د خصوصي شبکو د فعالیتونو د قانوني کولو تخنیکي لارښوود تر څېړنې لاندې ونیول شو.

د اوبو محترم معین د نوموړو موضوعاتو تر هر اړخیزې ارزونې وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د چارو د انسجام، چټکتیا او غوره والي په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۱:۵۷
Background image

غزني ولایت کې د موټر مينځلو ځایونو مالکینو ته د اوبو د سپما په هکله اړینې سپارښتنې وشوې

د غزني سیندیزې فرعي حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو د موټر مینځلو ځایونو له مالکینو سره وکتل او د اوبو د سپما په هکله اړینې سپارښتنې وکړې او  د ځمکې لاندې اوبو د کړنلارې او د ریسایکل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۱:۵۲
Background image

غزني ولایت کې د چارچینو کاریز کې له اووه کلنې وچکالۍ وروسته اوبه راوتلې دي

د غزني ولایت په ناوې ولسوالي کې د چارچینو کاریز کې له اووه کلنې وچکالۍ وروسته اوبه راوتلې، چې شاړې ځمکې به خړوبې شي.

په دغه کاریز کې په داسې حال کې اوبه راوتلې دي، چې د نوموړي کاریز په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د لغمان سیندیزه فرعي حوزه کې د انرژي سروې او ارزونه د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې او پر بام باندې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب د امکان سنجي مطالعاتو د ترسره کولو په موخه ترسره شوه  

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د پایدارې عمومي ریاست اړوند د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې ریاست تخنیکي ټیم هر یو انجنیر عبدالله موسی‌زي، انجنیر شیر زمان کریمي، انجنیر عبدالله حسیني. . .

بیرته تګ

User account menu