د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Thu, Aug 08 2024 12:23 PM
1

د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو د څارنې او ارزونې ریاست د کلني فعالیتونو او اجراآتو راپور او په مرکز او ولایاتو کې د اوبو رسونې د خصوصي شبکو د فعالیتونو د قانوني کولو تخنیکي لارښوود تر څېړنې لاندې ونیول شو.

د اوبو محترم معین د نوموړو موضوعاتو تر هر اړخیزې ارزونې وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د چارو د انسجام، چټکتیا او غوره والي په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

User account menu