د اوبو معینیت اونېزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او د اوبو سکتور د یو شمیر نورو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د قوش تیپې کانال د مدیریت او څارنې د هوکړه لیک، د اوبو او انرژي وزارت د کړنو مقررې، د قرارداد شویو پروژو د تخنیکي اسنادو او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د ناستې په بهیر کې، اړوندو رئیسانو د نوموړو موضوعاتو په هکله معلومات وړاندې کړل او په اړه یې تر هر اړخیزو خبرو، اترو وروسته د هغوی په اړه اړین تصمیمونه ونیول شول او د اوبو ښاغلي معین له لوري د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې سپارښتنې وشوې.