د اوبو معینیت اونېزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۲:۳۸
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د رئيسانو او یاد معینیت د یو شمیر نورو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د دوو مهمو موضوعاتو لکه ددغه وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال په پلان کې د ۴۲ سترو بندونو په مجموعه کې د کندهار ولایت د لوره ارغستان او د غزني ولایت د سلطان بندونو شاملولو او د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون د مصوبې پر بنسټ د اوبو تاسیساتو د حریمونو د اجاره ورکولو د څرنګوالي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.

User account menu