د اوبو معینیت تخنیکي اونیزه ناسته جوړه شوه.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۵:۱۱
1

د اوبو معینیت تخنیکي اونیزه ناسته د اوبو د پروژو د تطبیق په برخه کې له اړوندو ادارو سره د لازمې همغږي، د پروژو د اسنادو د منظم آرشیف او د یاد معینیت د یو شمېر نورو مهمو مسایلو په اړه جوړه شوه.

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده په مشري د دغه وزارت د اوبو سکتور د رئیسانو او یو شمېر تخنیکي کارکوونکو په حضور کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د پروژو د استملاک آمریت د پیاوړتیا، د اوبو د پروژو د پلي کیدو په خاطر د کرنې او کلیو پراختیا وزارتونو سره د لازمې همغږي، د کمال خان بند د اوسنۍ طرحې د پراختیا او په لویو ښارونو کې د سطحي اوبو د کیفیت د مطالعې په اړه خبرې وشوې.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده په دغه غونډه کې د یادو موضوعاتو له هر اړخیزې څېړنې او لازمو تصمیمونو وروسته، اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د اوبو وزارت د اوبو معین له رئیسانو سره د غونډې په پای کې دوی د دغه وزارت د اوبو سرچینو د عمومي ریاست له کتابتون، لابراتوارونو او نورو څېړنیزو ماشینونو څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu