د اوبو پر سرچينو باندې د اقليمي بدلونونو د اغېزو د څېړلو په هکله ناسته تر سره شو
دغه ناسته د اوبو سرچینو د عمومي رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال تر مشرۍ لاندې ترسره شوه او د دغه ریاست د چارو د لاښه مدیریت او د اوبو پر سرچینو باندې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د څېړلو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
همدارنګه، په دغه ناسته کې په وخت سره د چارو پر تعقیبولو، لاښې همغږۍ او همکارۍ باندې ټینګار وشو او اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وشوې.