د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د پلازمینې زون د پراختیا ادارې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۹:۳۹
585

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د پلازمینې زون د پراختیا ادارې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د پلازمینې زون د پراختیا ادارې تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې دواړه ادارې د اوبو استعمال او د چارو غوره همغږۍ په برخه کې ګډ کار کوي.

په پيل کې د پلازمینې زون د پراختیا ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر نجیب الله شینواري د دواړو ادارو تر منځ د غوره همغږۍ ستاسنه وکړه او زیاته یې کړه دا چې د پلازمېنې زون کې اوبه کمې شوي خو د تېر په پرتله ورته اړتیا زیاته شوې اړینه ده چې د هغو سیمو له اوبه څخه استفاده وشي چیرته چې اوبه پرېمانه او د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا په نښه شوي.

وروسته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په دې وروستیو کې د دواړو ادارو تر منځ ښه همغږۍ وستايله او زیاته یې کړه "دا چې هېواد او په ځانګړي ډول کابل او نور مرکزي ولایتونه د سختې وچکالۍ او د اقلیم بدلون بحران سره مخ دي چې له امله یې د اوبو په اندازه کې د پام وړ کموالی راغلی؛ دغه ستونزې ته په کتو باید هېوادوال او په ځانګړي ډول دولتي او خصوصي ادارې د اوبو استعمال ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره به په ټول هېواد په ځانکړي ډول په پلازمېنه کې دولتي او خصوصي ادارو ته د سرسبزۍ او نورو برخو لپاره سیمې مشخصي او دوئ د هغو سیمو اوبو څخه استفاده وکړي".

ښاغلي تکل زیاته کړه" د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره د اوبو د غوره استفادې په برخه کې د پلازمینې زون د پراختیا ادارې تر څنګ له نورو ادارو سره ګډ کار ته ژمنه ده او په دغه برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

د غور ولایت د پوزه لیچ  –  سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر  وکیلانو او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې له سیند څخه د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وشو

د شیرین تګاب – مینې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د شیرین تګاب ولسوالي د تیاغ کلي له سیند څخه د خلکو له لوري د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو د. . .

بیرته تګ

User account menu