د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو د تنظیم ریاست او USAID ترمنځ د همغږۍ جلسه ترسره شوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو د تنظیم ریاست او USAID ترمنځ د همغږۍ جلسه ترسره شوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو تنظیم لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعیم الله سالارزی په یوه انلاین جلسه کې د USAID دفتر مسؤل ښاغلي joseph Lessard او د یادې موسیسې یو شمیر نورو مسؤلینو سره د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو په اړه چې د سویم دفتر له لارې تطبیق کیږي بحث او نظرونو تبادله وکړه.
په دې جلسه کې ښاغلي سالارزي د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو په تطبیق کې د USAID مؤسیسې له همکارۍ څخه مننه او قدردانۍ ترڅنګ د کار لاندې پروژو دجریان سرعت ته ایشاره وکړه، او ټینګ ګار یې وکړ چې د SWIM دفتر پروژې باید د ډسمبر میاشت تر اخره بشپړې او د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ته تسلیم شي.
د یادونې وړ ده چې USAID مؤسیسي په مالي مرسته د سویم دفتر له لارې په بدخشان،بلخ، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې د اوبو لګونې کانالونو (۱۷) پروژې بیارغول شوي دي، چې د هغې له جملې ۱۴ پروژې بشپړې او ۳ نورې پروژې هم په نږدې وخت کې بشپړې شي.
د دې پروژو په تطبیق سره نږدې ۲۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه تر خړوبونې لاندې قرار نیسي، چې په ټولیز ډول ۴۲ زره کورنۍ به له هغې ګټه پورته کړي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
