د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د پروژو د استملاک ستونزو او تصفیې په اړه د ښار جوړولو وزارت سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د پروژو د استملاک ستونزو او تصفیې په اړه د ښار جوړولو وزارت سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د پروژو په ځانګړي ډول د لویو بندونو د استملاک ستونزو او تصفیې په اړه یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مرستیال ښاغلي ګل الرحمن توتاخېل سره وکتل او دواړو لورو د یادې موضوع په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
لومړی د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د لویو پروژو د استملاک په برخه کې د ښار جوړولو وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او د زمیندارۍ معینیت څخه یې وغوښتل چې د شاه و عروس بند زیانمنو ته د بدیل ځمکې، کورونو او زراعت په بدل کې ځمکه په پام کې ونیسي تر څو ژر تر ژره د دغه بند د کاسې پاک کاري پيل شي او یاد بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مرستیال ښاغلي ګل الرحمن توتاخېل اړونده برخو ته هدایت ورکړ چې ژر تر ژره دې د شاه و عروس بند د زیانمنو د ځمکو او کورونو په بدل کې ځمکه په پام کې ونیسي او یاده موضوع بررسي کړي.
همدارنګه ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د هلمند ولایت د کجکي بند د دویم فاز، د نهر سراج کانال د ۱۰ زره هکټارو استملاک تصفیه پيل کړي او تر څنګ یې د کندهار د دهله بند او په کابل کې د شاه توت للندر بند د استملاک موضوعات ژر تر ژره حل شي تر څو په دغه دوو لویو بندونو کار پيل شي.
په اخر کې دواړو لورو د چارو چټکتیا په موخه د لا ښې همغږۍ باندې ټينګار وکړ او په دغه برخو کې یې د یادو ولایتونو د والیان رول او همکارۍ اغېزمنه یاده کړه او پرېکړه وشوه چې د استملاک په موضوعاتو کې به ولایتي ادارو سره مشترکن کار کوي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
