د اوبو چارو د تنظیم په برخه کې د کابل سیندیزې حوزې عمومي ریاست کارمندانو ته درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۹:۵۴
1

دغه درې ورځنی ورکشاپ د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال په شتون کې د اوبو د تنظیم په برخه کې د نوموړې حوزې  د کارمندانو د وړتیا لوړولو په موخه په لاره اچول شوی دی.

دغه ورکشاپ د اوبو او انرژي وزارت د اوبو چارو د تنظیم عمومي ریاست په همکاري د نوموړې حوزې د کارمندانو لپاره د اوبو فعالیتونو د تنظیم د لا ښه مدیریت او هغه پورې اړوندو چارو د غوره اجرا په موخه په لاره اچول شوی دی.

د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس د دغه ورکشاپ په پیل کې، د دغه ورکشاپ جوړول د کارمندانو د وړتیا لوړولو په برخه کې اړین وبلل او د معلوماتو د شریکولو او مسؤلیت اخیستلو په برخه کې اړینې سپارښتنې وکړې او د دغې حوزې د کارمندانو د وړتیا لوړولو په موخه یې د نورو ورکشاپونو د جوړولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۶:۴
Background image

بغلان ولایت کې د یوه کانال د لاینینګ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د بغلان د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد عمر انس او ورسره مل د دغه ریاست سلاکار او د بغلان ولایت د ده صلاح ولسوال په نوموړې ولسوالي کې د یوه کانال د لاینینګ د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۵:۷
Background image

بیرته تګ

User account menu