د بخش آباد بند د چارو د پرمختګ او د وضعیت د څېړلو او ارزولو په موخه د لا ښې همغږۍ ناسته وشوه.
د فراه ولایت د بخش آباد بند د چارو وضعیت د پرمختګ د څېړلو په موخه د همغږۍ ناسته د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري په مشرئ د دغه ولایت د ولس استازو او قومي مشرانو، د ادارې د تخنيکي ټيم او قرار دادي شرکت په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د بخش آباد بند پروژې د کار عملي چارو په وضعیت او د کار په چټکتیا بحث او خبرې اترې وشوې.
په دغې جلسه کې ښاغلي بصیري د پروژې د چارو چټکتیا ټينګار تر څنګ د قراردادي شرکت استازو څخه وغوښتل چې په څلورو میاشتو کې د پروژې کاري پلان بشپړ کړي او د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ته یې تسلیم کړي.
همدارنګه ښاغلي بصیري زیاته کړه، یاده جلسه دې د تیر په څېر د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه په دوامدر ډول دوام پيدا کړي.
په ورته وخت کې د فراه ولایت د ولس استازو د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د کار ارزښت ته په پام سره وویل چې د چارور لا ښه پرمختګ په موخه هر ډول همکارۍ ته ژمن دي.
د یادونې وړ ده چې په دغه جلسه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د فراه ولایت سیندیزې فرعي حوزې د رئيس د کړنو او فعالیتونو قدرداني وشوه او په ستاینلیک وستائيل شو.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
