د بدخشان انرژي شرکت له بیلابیلو برخو څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۸:۴۸
1

د برېښنا انرژي په سکتور کې د عرضه کوونکو او جواز اخیستونکو د څارنې او ارزونې په موخه د برېښنا انرژي د خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست تخنیکي پلاوي د برېښنا انرژي مارکیټ تخنیکي رئیس محترم انجنیر همت الله امین زي او ورسره مل تخنیکي پلاوي د برېښنا انرژي په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت د قوانینو، مقرراتو او پالیسیو د پلي کولو او د بدخشان انرژي شرکت د څارنې او بیا کتنې په موخه بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د بدخشان انرژي شرکت اجرائیوی رئیس  محترم انجنیر عزیز علي شاه سره یې وکتل.

په دې کتنه کې، د تخنیکي، سوداګریزو، حقوقي او معلوماتي موضوعاتو (د د سپيچېنګ په دستګاه کې د مهمو مسایلو تر څنګ، د سکاډا سیستم، د تولیداتو برخې ارقام، د برېښنا انرژي د وېش، ورځني ارقام، د دستګاه ورځنی ژورنال، د شرکت بيلانس شیټ، له تاجکستان هېواد څخه د انرژي د واردولو، د ترلاسه شوي او مصرف شوي انرژي ارقام، د شرکت د عايداتو او لګښتونو حسابونه) او نور مهم مسايل تر بحث لاندې ونيول شول.

د دغه سفر په دوام د برېښنا انرژي د مارکېټ تخنيکي رئیس او ورسره مل تخنيکي پلاوي په داسې حال کې چې د بدخشان د کوکچې سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي نظرمحمد شاکري، د شمال شرق زون د انرژي آمر او د بدخشان انرژي شرکت اجرائیوي رئیس هم حضور درلود، د بدخشان انرژي شرکت له بیلا بیلو تولیدي او د برېښنا انرژي د توزیعي څانګو څخه له نږدې لیدنه وکړه.

په پای کې د بدخشان انرژي شرکت اجرائیوي مشرتابه د اوبو او انرژي وزارت د څارنې له پلاوي سره د همکاري څرګندونه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د چارو په ښه پلي کولو کې به اړینه همکاري کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu