د برېښنا انرژي د خدمتونو د تنظیم لوی ریاست د څارنې تخنیکي ټیم په بغلان ولایت کې د افغان نساجي شرکت څخه لیدنه وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۵:۱۴
1

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا انرژي د خدمتونو د تنظیم لوی ریاست د څارنې تخنیکي ټیم د برېښنا انرژي د مارکیټ تخنیکي رئيس محترم انجنیر همت الله امین زي تر مشري لاندې په بغلان ولایت کې د افغان نساجي شرکت څخه د هغه د فعالیتونو د ارزونې په موخه لیدنه وکړه.

په پیل کې نوموړي ټیم د افغان نساجي شرکت له رئيس محترم مولوي سیف الله طاهر او نورو مسؤلینو سره وکتل او له هغوی سره یې د دغه شرکت د اړوندو فعالیتونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په پای کې د نوموړي شرکت مسؤلینو د اوبو او انرژي وزارت له تخنیکي ټیم سره د چارو د لا غوره پلي کولو په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۵۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۰:۴۵
Background image

بیرته تګ

User account menu