د برېښنا انرژي د مارکیټ تخنیکي رئيس بغلان ولایت ته د برېښنا رسولو شرکتونو د تشخیص او چوپړتیاوو د ارزونې په موخه سفر وکړ

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۷:۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا انرژي د مارکیټ تخنیکي رئيس محترم انجنیر همت الله امین زي او ورسره مل پلاوي بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار ته د برېښنا رسولو شرکتونو  د تشحیص او د چوپړتیاوو د ارزونې په موخه سفر وکړ او د لاندیني کندز (بغلان) فرعي سیندیزې حوزې له نوي ټاکل شوي رئيس ښاغلي ملا محمد عمر انس سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو په بغلان ولایت او د دغه ولایت اړوندو ناحیو او ولسوالیو کې د برېښنا رسولو شرکتونو د پیژندلو او همدارنګه د چوپړتیاوو د ارزونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د برېښنا انرژي د خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست په پام کې لري، چې د هېواد د پلازمینې کابل برسېره د هېواد په ټولو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې د برېښنا انرژي د هغو شرکتونو چې په خپل سر فعالیت کوي او د برېښنا انرژي په سکټور کې د شته نورمونو او ستندردونو او دغه راز منل شوې تعرفې نه لري، په لومړي قدم کې و پیژني او د قوانینو او مقرراتو پر بنسټ د جواز ورکولو لړۍ بشپړه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu