د برېښنا انرژي په پروژو کې د پانګونې او د هغوی د پاتې چارو د پلي کولو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۱۷:۱۶
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر مشري لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئيس ښاغلي مولوي محمد حنیف حمزه، د افغان انویست ودانیز شرکت رئيس ښاغلي الحاج شیرباز کمین زاده او یو شمېر نورو مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې، له دشت خواجه الوان څخه تر بغلان او له بغلان څخه تر ارغندي چوک پورې د کابل ولایت د برېښنا

د(Line bay)  په پروژو او نورو ملحقاتو کې د پانګونې په موخه د اړیني همغږي په رامنځته کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې مسؤلینو د ستونزو د هوارولو او د چارو د پرمخ وړلو په پار خپل اندونه بیان کړل او همدارنګه خپل وړاندیزونه یې د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره شریک کړل.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د رئيسانو او مسؤلینو د معلوماتو او اندونو تر څېړلو وروسته اړین هدایات ورکړل او د چارو پر چټکتیا او همغږي باندې یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu