د برېښنا مارکیټ د تخنیکي نظارت آمر او ورسره مل ټیم د برېښنا انرژي په برخه کې د فعالو شرکتونو د پېژندنې او د فعالیتونو د ارزونې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۵۹
1

د برېښنا مارکیټ د تخنیکي نظارت آمر محترم علي جان محمدي او ورسره مل د برېښنا انرژي د چوپړتیاوو د تنظیم عمومي ریاست تخنیکي ټيم د برېښنا  انرژي په برخه کې د فعالو شرکتونو د پېژندنې ، د هغوی د فعالیتونو د ارزونې او د دغه شرکتونو د فعالیتونو د قانوني کیدو په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د ننګرهار له مرستیال والي او د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژي له رئيس محترم مولوی سید فضل احد هاشمي سره وکتل.

نوموړو مسؤلینو د ننګرهار ولایت د برېښنا انرژي وضعیت او په دې برخه کې شته ننګونې و څېړلې او د هغو شرکتونو لپاره چې د برېښنا انرژي چوپړتیاوې وړاندې کوي، د جواز په ترلاسه کولو باندې ټینګار وکړ.

همدارنګه، نوموړو مسؤلینو په دغه سفر کې د برېښنا انرژي په برخه کې د دوو فعالو شرکتونو کړنې وڅېړلې او په دې برخه کې به د نورو شرکتونو د پېژندنې لړۍ دوام ومومي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu