د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس او ورسره مل ټیم د برېښنا انرژي په برخه کې د فعالو شرکتونو د پېژندنې او د فعالیتونو د ارزونې په موخه پکتیکا ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۰:۳۱
1

د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس محترم حاجي دولت خان حقیار او ور سره مل تخنیکي ټيم د برېښنا  انرژي په برخه کې د فعالو شرکتونو د پېژندنې ، د هغوی د فعالیتونو د ارزونې او د دغو شرکتونو د فعالیتونو د قانوني کېدو په موخه پکتیکا ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي حقیار او ورسره مل ټیم په دغه سفر کې دپکتیکا ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم قاري فتح محمد ذاکر سره وکتل او د پکتیکا ولایت د برېښنا انرژي اوسنی وضعیت او په دې برخه کې شته فرصتونه او ننګونو په هکله بحث وکړ او د هغو شرکتونو لپاره چې د برېښنا انرژي چوپړتیاوې وړاندې کوي، د جواز په ترلاسه کولو باندې ټینګار وکړ.

همدارنګه، نوموړو مسؤلینو په دغه سفر کې د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه  او ارګون ولسوالي کې  د دوو خصوصي شرکتونو فعالیتونه و څېړل، ترڅو د  سټنډردونو څخه ډاډ تر لاسه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu