د بغلان سیندیزې حوزې مسؤلینو په یاد ولایت کې د قمارق کانال د پاکاري او د درقدکانال د پلچک چارو له بهیر څخه څارنه وکړه
د بغلان سیندیزې حوزې رئيس ښاغلی قاري محب الله عادل د قمارق کانال د پاکاري د چارو له بهیر، د یاد ولایت په دهنه غوري ولسوالي کې د درقدکانال د پلچک د چارو د پلي کېدو له بهیر او همدارنګه د یادو پروژو د کارمندانو د حاضري څخه څارنه ترسره کړه او مسؤلینو ته یې لازم هدایات ورکړل.
د یاد پلچک چارې د بغلان ولایت د ټولګټو چارو ریاست په همغږي سره پرمخ وړل کېږي، چې د رغولو څخه وروسته د یوې ولسوالي مواصلاتي لاره د ولایت له مرکز سره نښلوي.
