د بلخ ولایت د نهر شاهي کانال د تحکیماتو پروژې د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه
د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي موسی جان حقبین د یو، این، یو، پې، اس دفتر له مسؤلینو سره وکتل او د بلخ ولایت د نهر شاهي کانال د تحکیماتو پروژې د سروې د ترسره کولو او پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
همدارنګه په دغه لیدنه کې، د نوموړې حوزې رئيس د نوموړي دفتر مسؤلینو ته د نهر شاهي کانال د تحکیماتو پروژې د پلي کولو په برخه کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.