د جوزجان له والي سره په دغه ولایت کې د برېښنا د جواز د ورکړي پروسې او د برېښنا انرژي خدمتونو د قانون د پلي کولو په هکله خبرې وشوې
د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس محترم الحاج محمد حارث زرمتي او ورسره مل ټیم د جوزجان له والي محترم قاري ګل حیدر شفق او د دغه ولایت د فرعي سیندیزې حوزې، ښاروالي، صنعت او سوداګري او د برېښنا له رئيسانو سره لیدنه وکړه او د برېښنا انرژي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست د واکونو او وظیفوي صلاحیتونو او د جواز د ورکړي پروسې او پر هغه شرکتونو باندې چې په دغه ولایت کې د برېښنا د تولید او وېش په برخه کې فعالیت کوي د برېښنا انرژي د قانون د پلي کولو په هکله خبرې، اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې، د جوزجان والي د برېښنا انرژي د وړاندې کوونکو د قانوني کېدو په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت دکړنو هر کلی وکړ او همدارانګه په دغه ناسته کې شته رئيسانو ته د ریګولتري په هکله معلومات وړاندې شول او په دې برخه کې د هر اړخیزې همکاري ډاډ ورکړ شو.
همدارنګه، د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس او ورسره مل ټیم په شبرغان ښار کې د یو شمېر مارکيټونو څخه لیدنه وکړه او د دوکاندارانو د تعرفې له وضعیت څخه پوښتنه وشوه او وویل شول چې خلک د لوړې تعرفې څخه شکایت لري او د مارکيټ مالکانو ته سپارښتنه وشوه چې خپل جنراتورونه قانوني کړي او د ۱۴۰۲ کال تر پای ته رسېدو مخکې دې د اوبو او انرژي وزارت ته مراجعه وکړي او جواز دې تر لاسه کړي، که نه قانوني چنلد به ورسره وشي.
همدارنګه د جنراتوري او سولري شبکو مالکانو ته ډاډ ورکړل شو چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري د دوی له پانګونې څخه ملاتړ کوي او د خپلو واکونو په چوکاټ کې به له دوی سره همکار و اوسي.