د دایکنډي ولایت د نیلي ښار د اوبو رسولو شبکې لپاره د اوبو برابرولو په موخه د جیوفزیکي او هایدروجیولوجیکي څېړنې ترسره شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۲:۲
1

د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې او سطحي اوبو ریاست تخنیکي ټیم د دایکنډي ولایت د مقام د وړاندیزاو د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی  د حکم پر بنسټ د ځمکې لاندې او سطحي اوبوسرچینو د اوبیزو سرچینو د ټاکلو په موخه د دایکنډي ولایت نیلي ښار ته سفر وکړ.

نوموړي ټیم تر لومړنۍ سروې او څېړنې وروسته، د سوختوک بند کښتنیو او پورتنیو برخو کې د لزیر اوسپنیز پله او لزیر کلي په سیمو کې د جیوفزیکي او هایدروجیولوجیکي څېړنې ترسره کړې او همدارنګه یې د سیند اوبه په نوموړو سیمو کې اندازه ګیري کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۲۱
Background image

د برېښنا انرژي د تولید یوه شرکت ته جوازلیک ورکړل شو

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس محترم خلیل الرحمن فاروقي د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د عبدالسمیع برېښنايي چوپړتیاوو شرکت مسؤل ته د برېښنا انرژي د تولید جواز لیک ورکړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۰
Background image

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی د "برېښنا صنعت" تر سرلیک لاندې ۲۵ نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه ایران هېواد ته په سفر ولاړ

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی چې پکې محترم مولوي عبدالرحمن رحماني، د پایدارې انرژي عمومي رئيس، محترم انجنیر محمد اسماعیل عمار مموزی، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي رئيس او محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۸
Background image

پکتیکا ولایت کې د تنګي پر سیند باندې درې سټاف ګیچونه د نږدې ۵۰ زره افغانیو په لګښت نصب شول

د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هغه ولایت د برمل ولسوالي په مندرخېلو کلي کې د تنګي پر سیند باندې درې سټاف ګیچونه د ۴۶ زره او ۲۴۰ افغانیو په لګښت نصب کړل.

د یادونې وړ ده، چې د. . .

بیرته تګ

User account menu