د دایکنډي ولایت د نیلي ښار د اوبو رسولو شبکې لپاره د اوبو برابرولو په موخه د جیوفزیکي او هایدروجیولوجیکي څېړنې ترسره شوې
د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې او سطحي اوبو ریاست تخنیکي ټیم د دایکنډي ولایت د مقام د وړاندیزاو د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د ځمکې لاندې او سطحي اوبوسرچینو د اوبیزو سرچینو د ټاکلو په موخه د دایکنډي ولایت نیلي ښار ته سفر وکړ.
نوموړي ټیم تر لومړنۍ سروې او څېړنې وروسته، د سوختوک بند کښتنیو او پورتنیو برخو کې د لزیر اوسپنیز پله او لزیر کلي په سیمو کې د جیوفزیکي او هایدروجیولوجیکي څېړنې ترسره کړې او همدارنګه یې د سیند اوبه په نوموړو سیمو کې اندازه ګیري کړې.
