د دعوت او ارشاد ریاست روزنیز او اصلاحي سیمنار د قرآن کریم د زده کړي د ارزښت په هکله ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۸ - ۱۲:۱۴
1

په یاد سمینار کې د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مولوي ګل رحمن عارف د قرآن کریم د زده کړي د ارزښت او د هغه د تلاوت د فضایلو په هکله په بشپړه توګه خبرې وکړي.

د دعوت او ارشاد رئيس د قرآن کریم زده کړه او ښوونه اړین او با فضیلت وګڼله او د قرآن کریم د تلاوت د فضایلو په هکله یې هم اړین معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي مولوي عارف ټول کارمندان د قرآن کریم زده کړې ته وهڅول او د قرآن کریم د د ساتیرو په عملي کولو باندې یې ټینګار وکړ.

د یادولو وړ ده، چې د یاد سمینار په پای کې د دعوت او ارشاد ریاست له خوا د اوبو او انرژي وزارت د ۲۲ تنو کارمندانو لپاره چې د اقرأ قاعدې زده کړه یې پای ته رسولې وه، د فراغت سند او یو، یو جلد قرآن کریم ډالۍ شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu