د دفتر رئیس د اطلاعاتو او اړیکو مسؤل

لنډه پيژندنه

 

همت الله امین زی د الحاج پوهاند اسد الله امین زی ځوی د میدان وردګ ولایت نرخ ولسولۍ د توکرک سېمې د الحاج امین الله بابا کلي په یوه دینداره او روڼ انده کورنئ پروره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې دي.

 

نوموړي خپلې لمړنۍ او منځنۍ زده کړې د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ د شهید موسی په منځني ښوونځي کې پاې ته ورسولې چې له هغې وروسته د کابل ښار د نادریه عالي لیسې څخه په اعلی درجه فارغ شوی دی.

 

د کانکور آزموینې په ترسره کولو سره يې خپل د لیسانس لمړنی سند د کابل پولیتخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د صنعتي او مدني ودانیو له دیپارتمنت، د لیسانس دوهم سند یې د پیشګام خصوصی پوهنتون له عامه ادارې څانګې، د لیسانس درېیم سند یې د نیستان خصوصی پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځۍ او د ماسټرۍ سند يې د پیام نور پوهنتون څخه د عامه اړیکو په برخه کې ترلاسه کړی دی.

 

همت الله امین زی په درې ملي او نړیوالو ژبو (پښتو، دري او انګلیسي) په بشپړ ډول تسلط لري، نوموړی په خپل ژوند کې زیاتې لاسته راوړنې د تدریس، لیکوالي او رسمي چارو کې لري، چې تر اوسه د نوموړي ۲۷ آثار په مختلفو علمي، ادبي او تحقیقي برخو چاپ شوي دي.

 

ښاغلي امین زي د زده کړو تر څنګ یوازې په لیکوالۍ بسنه نه ده کړې، په ادارې بیلابیلو برخو لکه د افغانستان ملي راډیو تلویزیون لوی ریاست نشراتي مرستیال، د پوهنې وزارت بیلابیلو بستونو لکه د تعلیمي نصاب پراختیا رئیس، د مسلکي ښوونکو د روزنې رئیس، د افغان ټکنالوژي انستیتوت رئیس، د ژورنالیزم د مسلکي انستیتوت استاد رئیس، د کابل ښاروالۍ ارشد مطبوعاتي سلاکار او د لسمې او درېیمې ناحیې رئیس، د ترانسپورت وزارت ارشد مطبوعاتي سلاکار او د دفتر سرپرست رئیس، له نږدې یوې نیمې لسیزې راپه دې خوا د افغانستان د ژورنالیستانو د اتحادیې/شورا ارشد غړی او اوس مهال د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د دفتر د رئیس او د مطبوعاتو او عامه اړیکو د مسؤل په توګه دنده پرمخ وړي.

 

Image 7666

User account menu