د دوو ازبکستاني شرکتونو مسؤلینو د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره په لیدنه‌کې د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۲:۳۷
1

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده هم شتون درلود، له ازبکستان هېواد څخه د دوو پانګوالو شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه‌کې، د نوموړو شرکتونو مسؤلینو وویل، لېواله دي چې په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژي وزیر د دغې لېوالتیا د هر کلي ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره له هره پلوه زمینه چمتو شوې او د افغانستان اسلامي امارت هم په دې برخه کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړې دي.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ، چې د همکاریو بهیر د چټکتیا لپاره غوره ده چې ډېر ژر د وزارت او نوموړو شرکتونو د تخنیکي مسؤلینو ترمنځ تخنیکي ناستې ترسره شي، ترڅو تر اړینو همکاریو وروسته د هوکړه لیک  لاسلیکولو او عملي اقداماتو پړاوونه پيل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۶
Background image

اوبو او انرژي وزارت کې د ټاپ نړیوالې پروژې د رهبري کمېټې دوهمه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته نن، شنبه( د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د وږي ۲۲) د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د دغه وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، د مالیې، صنعت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۲۷
Background image

خوست ولایت کې د ۵۱ څارنیزو څاګانو ارقام را ټول شول

د خوست ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم لخوا د دغه ولایت په اړوند سیمو کې له څارنیزو څاګانو څخه د ارقام راټولولو ۳ ورځنۍ پروسه بشپړه شوه.

نوموړي تخنیکي ټیم د خوست ولایت د مرکز. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۳:۱۸
Background image

د عزیزي ګروپ شرکت له مسؤلینو سره د نوموړي شرکت له لوري د انرژي په پروژو کې د پانګونې چارو د پرمختګ د څېړلو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

دغه ناسته نن، شنبه( د ۱۴۰۴ هـ ل کال د وږي ۲۲) د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د دغه وزارت د یو شمېر رئيسانو او د عزیزي ګروپ شرکت د تخنیکي مسؤلینو په شتون کې د. . .

بیرته تګ

User account menu